ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۵۰ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر څلور میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر یو لک او ۵۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
9 زمری 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۵۰ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷ میلیونه ته نېږدې شوی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۱۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۹۰ زره او ۱۳۴، په بریټانیا کې ۴۶ زره ۴۶، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۴۴۱، په فرانسه کې ۳۰ زره او ۲۲۶، هند کې ۳۴ زره او ۱۹۳، په ایران کې ۱۶ زره او ۳۴۳ او په پاکستان کې ۵۸۹۲ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA