ads

روغتیا وزارت: د کانګو ناروغۍ خپرېدو اټکل شته

د عامې روغتيا وزارت چارواکي د لوی اختر په ورځو شپو کې د کانګو ناورغۍ خپرېدو او زياتېدو ته اندېښمن دي او زياتوي، هېوادوال بايد په دغو ورځو شپو کې د څارويو قرباني کولو او حلالولو پرمهال د ياد وزارت ټولې سپارښتنې عملي کړي.

منصور یوسفزی
9 زمری 1399
روغتیا وزارت: د کانګو ناروغۍ خپرېدو اټکل شته

د دغه مرستیال ویاند نورالله ترکی وايي، کانګو خطرناکه ناروغي ده او تېر کال هم ګڼ شمېر هېوادوال پرې اخته شوي وو.
دی زياتوي، هېوادوال بايد د قرباني پرمهال له دستکشو کار واخلي او داسې څاروي بايد قرباني نه‌کړي چې ناروغ وي.
ترکي کليد ته وويل:
«د اختر په ورځو شپو کې د کانګو ناروغي خپرېدول يو لوی ناورين دی چې په هر لوی اختر کې ګڼ شمېر هېوادوال د قربانۍ پرمهال پرې اخته کېږي، موږ له خپلو هېوادوالو څخه هيله کوو چې د قربانۍ پرمهال دې ټولې هغه لارښوونې او سپارښتنې چې د روغتيا وزارت له لوري ورته خپرېږي، عملي کړي.»
په ورته مهال د روغتيايي برخې متخصصين بيا وايي، کانګو ویروسي ناروغي ده چې له څارويو څخه د د ګنګ حشرې په واسطه انسانانو ته سرایت کوي او له يو انسان څخه بل انسان ته هم انتقالېږي.
ډاکټر نثار احمد همراز وايي، د قربانۍ پرمهال د دستکشو او عينکو استعمال اړين دی او تازه حلال شوي څاروي غوښه بايد تر ۲۴ ساعتونو لپاره پرېښودل شي، څو ويروسونه یې له منځه ولاړ شي.
همراز کليد ته وويل:
«کانګو يوه ویروسي ناروغي ده چې د ګنګ حسراتو او د حېوان يا څاروي وينې په واسطه انسانانو ته سرایت کوي، هېوادوال بايد د قربانۍ پرمهال دستکشې او عينکې ولري، کله یې چې څاروی حلال کړ نو سمدستي دې هغه ځای پاک کړي او بله مهمه مسله دا ده چې کله د څاروی حلال شو او غوښه یې ټوټه شوه نو بايد د ۲۴ ساعتونو لپاره د څاروي غوښه پرېښودل شي، څو ویروسونه یې له منځه ولاړ شي او که پخوي یې نو بايد سمه یې پخه کړي.»
بل لور ته هېوادوال هم د کانګو ناروغۍ زياتېدو ته اندېښمن دي او زياتوي، که ښاروالي د قربانۍ لپاره يو مشخص ځای او مېکانیزم جوړ کړی وی، نو ښايي تر ډېره به د دغې ناورغۍ له خپرېدو مخنیوی شوی و.
دوی زياتوي، کانګو يوه وژونکي ناروغي ده او هېوادوال بايد دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.
موسی کليد ته وويل:
«دا خو طبعي خبره ده چې د لوی اختر په رارسېدو سره رموږ هېوادوال او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټول مسلمانان قرباني کوي، خو کانګو ناروغي هم وژونکي ده او بايد ورته پاملرنه وشي، زما په اند کابل ښاروالي بايد د قربانيو لپاره يو مناسب ځای مشخص کړی وی، خلک به تلل هلته به یې د ټولو سپارښتنو په عملي کولو سره خپل څاروي حلالول.»
هر کال د لوی اختر په رارسېدو سره پر کانګو ناروغۍ د اخته کېدو وېره راپيدا کېږي، خو سږکال له دې ناروغۍ سره کورونا ویروس هم مل دی چې د روغتيا وزارت، روغتيا پالانو او هېوادوالو ډېرې اندېښنې یې راپارولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA