ads

افغان ځواکونو په ارزګان کې د مهماتو يو زېرمه کشف کړه

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وایي، ځواکونو یې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د وسلو يو زېرمه کشف او تر لاسه کړه.

احسان الله ولسمل
9 زمری 1399
افغان ځواکونو په ارزګان کې د مهماتو يو زېرمه کشف کړه

دهراوود امنيه قومندان جان محمد کريمي وايي، په کشف شوې زېرمه کې د بي غږه او مېګاروف توفنګچو لسګونه مرمۍ، د چریي توپک مرمۍ، يو دوربین، شپږ کيلو نشیه‌یي توکی او ګڼ شمېر نور مهمات موندل شوي دي.
دی څرګندوي، د يادو توکو په تور يې تردامهاله کوم څوک نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دهراوود د ازګان امنه ولسوالي بلل کېږي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA