ads

جمهور رییس غني: ډېر ژر به د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړ شي

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د لوړ پوړو چاوراکو څلورمې ناستې ته په وینا کې د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ.

محمدخان بریال
8 زمری 1399
جمهور رییس غني: ډېر ژر به د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړ شي

نوموړي پرون یادې ناستې ته په وینا وویل، ډېر ژر به د طالبانو پاتې ۵۹۲ بندیان هم ازاد شي.
ده له طالبانو وغوښتل چې د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته چمتو شي.
تر دې وړاندې افغان حکومت د یادو بندیانو له خوشي کېدو انکار کړی و.
حکومت ویلي وو چې دغه طالب بندیان په لویو جرمونو کې ښکېل دي او خوشي کېدل یې د بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې مناسب کار نه دی.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، که حکومت تر اختر پورې د دوی پاتې بندیان ازاد کړي، دا ډله تر اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده.
د دوحې د تړون پر اساس به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.
ټاکل شوې چې د دغو خبرو لومړۍ ناسته د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA