ads

کابل ښاریان اوږدمهاله اوربند غواړي

یو شمېر کابل ښاریان د طالبانو له خوا د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند هرکلی کوي او وایي چې د سولې د ټینګښت لپاره د هر ګام ملاتړ کوي خو باید دا اقدامات باید لنډمهاله نه وي.

فضل هادي حمیدي
8 زمری 1399
کابل ښاریان اوږدمهاله اوربند غواړي

طالبانو د اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړ او له خپلو ټولو جنګیالیو څخه یې غوښتي چې د اختر په دريېو ورځو کې په افغان امنیتي ځواکونو برید ونه کړي.
د کابل یو تن اوسېدونکی جماالدین صابري وایي، د طالبانو له خوا اوربند به د دې لامل شي چې خلک اختر په خوښۍ او له هر ډول تاوتریخوالي او جګړو څخه لرې تېر کړي.
صابري وایي، جګړه د هیچا په ګټه نه ده او له ویرانۍ پرته بله پایله هم نه لري او له طالبانو غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د خلکو ترڅنګ افغان حکومت او د مصالحې عالي شورا هم د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
د جمهوررییس ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې اوربند په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام دی او د افغانستان خلک د یوه دوامداره اوربند او د طالبانو او حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی او هیله یې ښوودلې چې له دغه اوربند څخه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل او په یوه تلپاتې اوربند هوکړې ته ورسیږي.
خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د طالبانو له خوا د اوربند په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي دا اوربند د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي وایي، دا اوربند د طالبانو له خوا یو شین څراغ دی او دا به د بین الافغاني مذاکراتو او دوامداره اوربند لپاره زمینه مساعده کړي.
خو د چارو ځینې نور شنونکي بیا دا د طالبانو له خوا یو جنګي تکتیک ګڼي او وایي چې شاید له دې وروسته به طالبان په هېواد کې لوی او مرګوني بریدونه وکړي.
د چارو شنونکی صادق دانش وایي، شاید طالبان له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپلې لیکې پیاوړې او تاوتریخوالی زیات کړي.
د طالبانو له خوا درې ورځنی اوربند په داسې حال کې اعلانیږي چې د دوحې له هوکړې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو پر سر اختلافونو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره هیلې کمرنګه کړې دي خو اوس ولیدل شي چې دغه اوربند به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات حل کړي او بین الافغاني خبرو اترو ته به لاره هواره کړي او کنه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA