ads

په ارزګان کې ۵۰۰ مېرمنو ته د ناوړه رواجونو د مخنیو کمپاین ورکړل شو

په ارزګان کې د ښځو چارو رياست مسولین وايي، په دغه ولايت کې يې ۵۰۰ مېرمنو ته د ناوړه راجونو د مخینوي، په ادارو کې د کار کولو او له کوروناويروس څخه د ځان ساتنې په هدف پنځه ورځنی عامه پوهاوی ورکړل شو.

احسان الله ولسمل
8 زمری 1399
په ارزګان کې ۵۰۰ مېرمنو ته د ناوړه رواجونو د مخنیو کمپاین ورکړل شو

د ارزګان د ښځو چارو رياست سرپرست مشر عبدالحد وايي، د تېرو کلونو په پرتله په ارزګان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.
نوموړی څرګندوي، په ارزګان کې ډېر کم شمېر مېرمنې په دولتي ادارو کې په کار بوختې دي او په خبره يې، دوی هڅه کوي څو د دا ډول پرګرامونو په ترسره کېدو سره د مېرمنو پر وړاندي پرتې ستونزې حل کړې.
«دغه پرګرام چې پنځه ورځې يې دوام وکړ، ۵۰۰ مېرمنو ته پکي د ناوړه رواجونو د زيانونو، په دولتي ادارو کې د کارکولو د اصولو، او ترڅنګ يې له کورونا ويروس څخه د ځان ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.»
په ورته وخت کې هغه مېرمنې چې په ياد پرګرام کې ګډون کړی وو، ډېری یې په یاد ولایت کې د جګړو قربانیانې دي.
دوی وايي، د کورني تاوتريخوالي ترڅنګ له جګړو زياتې زيانمنې شوي دي او د درېدو غوښتنه یې کوې.
«موږ په دغه ورکشاف کې د ناوړه رواجونو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړل او ترڅنګ يې په نورو برخو کې هم معلومات راکول شول. له جګړو ډېر ستړي شوي يو او په هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتنه کوو.»
داپه داسي حال کې ده چې تير کلونو د روزګان د بشري حقونو ځايي اداري خبر ورکړي وه چې په دغه ولايت کې د مېرمنو پروړاندي د تاوتخوالي دپيښو شمير لوړ دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA