ads

د کورونا له کبله به د هېواد اقتصادي حالت نهه سلنه راټیټ شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې اداره یا (یو.ان.ډي.پي) وایي، د کورونا ویروس له کبله به د ۲۰۲۰ میلادي کال په جریان کې د افغانستان اقتصادي حالت نهه فیصده راکم شي.

محمدخان بریال
8 زمری 1399
د کورونا له کبله به د هېواد اقتصادي حالت نهه سلنه راټیټ شي

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې په هېواد کې به د لوږې کچه ۱۳ سلنه او له ۵۵ فیصده به ۶۸ فیصده ته لوړه شي.
تر دې مخکې وړاندوینه شوې وه چې د هېواد اقتصاد به په روان میلادي کال کې درې سلنه وده وکړي، خو اوس د کورونا ناروغۍ له کبله رامنځته شوی بحران د اقتصادي ودې ټیټېدو لامل شوی.
په خپاره شوي راپور کې له حکومت غوښتنه شوې چې د دې ستونزې د حل لپاره په ټولنیزو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له ۳۶ زره ډېر وګړي پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي، تر ۲۵ زره ډېر ترې جوړ شوي او ۱۲۷۰ بیا ترې مړه شوي دي.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې له ګڼې کوڼې ډډه وکړي او روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA