ads

خلیلزاد: اوربند د سولې لپاره باور پیاوړی کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی دی.

محمدخان بریال
8 زمری 1399
خلیلزاد: اوربند د سولې لپاره باور پیاوړی کوي

د نوموړي په خبره، دغه ډول اقدامات افغانان تر دې هم سولې ته نېږدې کولی شي او د دې سبب کېږي چې د ښکېلو لورو تر منځ د باور فضا پیاوړې شي.
ده زیاته کړې، د اوربند پر مهال به افغانان په ډاډ او ارامۍ کې اختر ونمانځي.
خلیلزاد همدا راز د افغان ځواکونو ستاینه هم کړې ده او له دوی یې مننه کړې چې په دې سختو شرایطو کې د خپل هېواد ساتنه کوي.
نوموړی اوسمهال د قطر، ناورې، پاکستان، اوسلو، صوفیه او کابل په سفر بوخت دی.
د دغه سفر هدف د افغانستان د سولې بهیر اسانول ښودل شوي دي.
په ورته وخت کې ناټو او ملګرو ملتونو هم د طالبانو او افغان حکومت د اعلان شوي اوربند ملاتړ او هرکلی کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA