ads

المان پر ترکیې د وسلو بندیزونو لګېدو خبر ورکړ

المانۍ رسنۍ وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر ترکیه د وسلو د پلور بندیزیونه لګول کېږي.

محمدخان بریال
8 زمری 1399
المان پر ترکیې د وسلو بندیزونو لګېدو خبر ورکړ

دا خبره د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس رسنیو ته کړې ده.
هغه ویلي، پر انقره له دې کبله د وسلو د پلور بندیزونه لګول کېږي چې په سوریه کې یې نظامي لاسووهنه پیل کړه.
ترکیې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د امن سیمو رامنځته کېدو په هدف په سوریه کې د سولې چینې په نوم عملیات پیل کړل.
د دغو عملیاتو هدف د ترکیې او سوریې تر منځ په سرحدي سیمو کې د امن ځایونو رامنځته کېدل او له یادو سیمو د کرد وسله والو شړل یاد شوي وو.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې په نهه کلنه کورنۍ جګړه کې د یاد هېواد زرګونه اوسېدونکي ووژل شول او میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA