ads

خوستي سوداګر: ځينې اشخاص د غلام خان بندر د ټرانزیټ مخه نیسي

خوستي سوداګر وایي، اوس چې د خوست غلام خان بندر د رسمي ټرانزیټ کارونه نېږدې شوي، خو یو شمېر کړۍ او د خوست د زراعت رییس یې په لوی لاس پر وړاندې خنډونه جوړوي.

بختاجان بختیار
7 زمری 1399
خوستي سوداګر: ځينې اشخاص د غلام خان بندر د ټرانزیټ مخه نیسي

یو تن ملي سوداګر مراد خاورین وویل، په لس ګونه بار وړونکي موټر په غلام خان بندرکې ولاړ دي، خو پر وړاندې یې د جوړو شوو خنډونو له کبله اجازه نه ورکول کېږي:
«تاسو ورشئ چې په غلام خان بندرکې زموږ باروړونکي موټر له څو ورځو راهیسې ولاړ دي، که څوک پیسې ورکوي راپرېږدي یې او چې نه یې ورکوي، هملته یې ګاډي بار ولاړ دي؛ خو له بده بخته چې مافیايي کړۍ یې پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.»
د خوست د سوداګرۍ خونې رییس نواب امیرزی هم تور پورې کوي چې ګنې د خوست د کرنې رییس په لوی لاس د بل چا په لمسون د غلام خان بندر پر وړاندې خنډونه او ستونزې رامنځ ته کوي.
هغه وایي، د زراعت رییس حافظ الله شاه نوري په دې پلمه چې باروړونکي موټر له ځانه سره پاکستاني سرټیفیکېټ نه لري، یا خو ورسره په پټه معامله کوي او یا هم اجازه نه ورکوي، چې یاد موټر خوست ته را داخل شي:
«لومړۍ دا چې په پاکستان کې تر ډيره بار وړونکو موټرو ته سرټیفیکېټ نه ورکول کیږي، خو بیا هم که ځينو ته ورکړل شي دلته یې دوی د چېک وسایل نه لري او نه هم ورباندې پوهیږي، دویمه خبره داده چې زراعت ریاست په شعوري ډول د رسمي ترانزيټ لپاره د ازمایښت دوره له ستونزو سره مخ کوي.»
سرټیفیکېټ په پاکستان هېواد کې هغه باروړونکو موټرو ته ورکول کیږي، چې له بندر دې خوا را اوړي او پکې د اموالو اندازه او د هغوی پېژندنه په ګوته شوي وي.
سوداګر او په دغه ولایت کې د سوداګرۍ خونې مسولین د زراعت په رییس تور پورې کوي، چې ګنې له ځينو نورو کړیو یې په دې پلمه پیسې اخیستي چې د غلام خان بندر د رسمي ټرانزیټ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د خوست د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان هم د سوداګرو ستونزې پرځای بولي او وایي چې په تیرو ۱۸ کالونوکې د زراعت ریاست د سرټیفیکېټ پوښتنه نه ده کړې، خو اوس چې د رسمي ترانزیټ مسله ګرمه شوې نو پروړاندې یې ستونزې ایجادیږي.
هغه وايي داسې د ولایت مقام دداسې حکم کاپي لاس ته ورغلې چې پکې د زراعت ریاست څخه د سرټیفیکېټ د نه غوښتو، غوښتنه شوې، خو یوازې یې کاپي ده چې اصولا پرې اجرائت نشي کېدای:
«کله چې د غلام خان بندر د رسمي کېدو ویل شوې، له هر لورې ستونزې را جوړېږي، ۱۵ ورځې وړاندې له ولایت مقام څخه یو مکتوب د زراعت ریاست په نوم لېږل شوی چې کاپي یې په لاس لرم او پکې د سرټیفیکېټ د نه غوښتو ویل شوي، خو پوښتنه داده چې ولې ولایت مقام د رسمي مکتوب پرځای کاپي ورته لېږلې، چې د اداري اصولو له مخې پر کاپیو اجرائت نه کېږي.»
هڅه مو وکړه، چې پدې تړاو د خوست د زراعت رئيس نظر هم له ځانه سره ولرو، خو پرې بریالي نه شوو.
په ورته مهال د خوست د والي ویاند طالب منګل هم مني چې یو لړ ستونزې موجودې وې، خو وایي ولایتي ادارې زراعت ریاست ته د یادې ستونزې د حل لارښوونه کړې:
«اوس چې د غلام خان لاره د رسمي ټرانزیټ خواته روانه ده، د زراعت د اصولو له مخې د سرټبفیکېټ په برخه کې یو لړ ستونزې موجودې وې، خو ولایتي ادارې د حل لارښوونه کړې.»
دیادونې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د خوست غلام خان بندر د بار وړونکو موټر پر مخ خلاص شو، چارواکو چې هغه مهال یې ۴۵ ورځې وروسته د رسمي ترانزیټ ویلي وو، خو اوس داسې ښکاري چې ددې بندر د رسمي کېدو پروړاندې لا هم پراخې ستونزې موجودې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA