دغه استازي په داسې حال کې دا خبره کوي چې عرفې او لوی اختر ته له نن سره درې ورځې پاتې دي. تر اختر وروسته د مذاکراتو پیلېدل په دې معنا دي چې د مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه باید لرې شوي وي او یا ډېر ژر باید لرې شي.
د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ د مذاکراتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه د تاوتریخوالي نه کمول او د بندیانو نه خوشي کول دي.
د هغه توافق له مخې چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ وشو، د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره، افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړي وای او طالبانو باید تاوتریخوالی راکم کړی وای.
خو لکه څنګه چې ولیدل شول دواړو خواوو خپلې ژمنې په خپل وخت بشپړې نهکړې او جګړو یو ځل بیا زور واخیست. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې تر یاد توافق وروسته څه د پاسه ۳۰۰۰زره ملکي افغانانو ته په جګړو کې تلفات اوښتي؛ هغو افغانانو ته چې بې له شکه د سولې ډېر ارمانجن وو.
د جګړو زیاتېدلو او دوام افغانانو ته دا فکر ورکړ چې ښکېل لوري د خپلو سیاسي ګټو په لټه کې دي او د افغانانو ژوند ورته هېڅ ارزښت نه لري. دې فکر افغانان د سولې په نسبت تر ډېره بېباوره کړل، خو دا چې اوس د همدغو بېباوریو په فضا کې تر اختر وروسته د بینالافغاني مذاکراتو د پيلېدو خبره کېږي، دا ډاډ ورکوي چې ښکېل لوري په خپلو کې سلا شوي او د مذاکراتو پر وړاندې خنډونه يې لرې کړي دي.
د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل یو ښه زیری دی او دا ډاډ پکې نغښتی چې اوربند به هم کېږي، ځکه په اوربند سره د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا لا نوره هم پیاوړې کېږي او د راتلونکو پرېکړو په نسبت خوشبیني پیدا کولای شي.
افغانانو تمه درلوده چې د تېرو اخترونو په څېر په دغه اختر کې به هم د جګړې ښکېل لوري اوربند اعلانوي، خو تراوسه نه افغان حکومت او نه هم طالبانو څه ویلي.
که چېرته تر اختر وروسته بینالافغاني مذاکرات پېلېدونکي وي، باید له همدې اختره اوربند هم اعلان شي.
په تېر اختر کې افغان حکومت اعلان وکړ چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعتوي. دا ځل هم خلکو هیله لرله چې یا افغان حکومت او یا هم طالبان په خپلو اختریزو پیغامونو کې اوربند اعلان کړي.
جمهور رییس غني په نیمروز کې د سولې په برخه کې یوازې یوه خبره وکړه او هغه مذاکراتو ته د طالبانو رابلل وو چې جګړه پرېږدي او مذاکراتو ته غاړه کېږدي. طالب لوري بیا تمه ښودلې چې د بینالافغاني خبرو پر وړاندې شته خنډونه لري شي.
افغانان چې د بینالافغاني مذاکراتو د پيلېدو له زیري سره یو ځل بیا سولې ته هیلهمن شوي، دا تمه لري چې د جګړې ښکېل لوري باید جګړې ته شا واړوي او يوې رښتنې، باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي او پرې نه ږدي چې ځينې موقتي مسایل افغان سوله له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.