ads

هیبت الله اخندزاده: پاتې طالب بندیان دې ژر تر ژره ازاد شي

د وسله والو طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخندزاده د لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کې پر افغان حکومت تور پورې کړی چې د سولې په لاره کې یې خنډونه رامنځته کړي او نه غواړي چې دا بهیر بریالی شي.

محمدخان بریال
7 زمری 1399
هیبت الله اخندزاده: پاتې طالب بندیان دې ژر تر ژره ازاد شي

نوموړي په یاد پیغام کې له افغان جهتونو غوښتنه کړې چې د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لېرې کړي او د لنډ مهاله ګټو د وېش پرځای دې د هېواد لویو مسلو ته لومړیتوب ورکړي.
هغه په افغانستان کې له پنځو اډو د امریکایي سرتیرو پر وتلو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دوحې تړون تر اوسه په سم ډول پلی شوی او د همدغه تړون پر اساس به ټول بهرني سرتیري په ټاکل شوې موده کې له افغانستان څخه ووځي.
د طالبانو مشر د پاتې طالب بندیانو نه خوشي کېدل د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یو خنډ بللی او زیاتوي چې د دغه بهیر بشپړېدل د دې لامل کېږي چې د سولې لپاره د ښکېلو لورو تر منځ د باور فضا رامنځته کړي.
خو افغان حکومت وايي، ۵۹۲ طالب زندانیان په درنو جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله نه شي خوشي کولی.
د دوحې د تړون له مخې به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA