ads

د کورونا ویروس ۱۰۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۰۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۳۶۸ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
7 زمری 1399
د کورونا ویروس ۱۰۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه یوتن مړه شوی او ۱۶۰ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۲۷۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۵ زره او ۳۵۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA