د دغه وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په رالېږلي ویډیویي پیغام کې ویلي، په دې ناسته کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د روغتیایي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د بشردوستانه اوربند پر تامینېدلو ټینګار وکړ.
د هغه په وینا، په دې ناسته کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ پر مخنیوي هم بحث وشو او په وینا یې، د چین د بهرنیو چارو وزیر افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې په نړۍ کې د کورونا ویروس د واکسین او درملو د جوړېدو په صورت کې به دغه هېواد افغانستان ته د یاد واکسین په رالېږد کې پوره مرسته وکړي.
ګران هېواد زیاتوي، د چین حکومت د صادراتو د پراختیا او د افغانستان د مېوو د پروسس په برخه کې هم هر ډول همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته د چین په ګډون ډېری هېوادونو خپلې پولې وتړلې او دې چارې صادرات او واردات له ستونزو سره مخ کړل.


