کابل ښاريان وايي، تېر اختر یې د کورونا ویروس د خپرېدو او قرنطين محدوديتونو له امله په کور کې تېر کړ او هوډ لري چې دا اختر د ټولو روغتیایي لارښوونو په عملي کولو سره د تېرو کلونو په څېر ونمانځي.
يو شمېر ښاريان چې د اختر لپاره د خوراکي توکو او وچې مېوې د پېرلو لپاره بازار ته راغلي وايي، په کابل کې د اختر او نورو مناسبتونو په راتلو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بيه خورا لوړېږي.
دوی زياتوي، د خلکو اقتصادي وضعيت چندان ښه نهدی او نهبايد په داسې شرایطو کې د وچې مېوې او نورو خوراکي توکو بيه لوړې شي.
نقیب کليد ته وويل:
«دا اختر لمانځو ځکه تېر اختر په کور کې پاتې وو او اوس خو مرض هم مخ پر ورکېدو دی، اختر لمانځو خو ټول صحي مواردو به هم په پام کې نیسو.»
اباسين هوتک کليد ته وويل:
«اختر د رارسېدو په حال کې دی، د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته شوې، خلک راوتلو، څو د اختر لپاره د خپل د اړتيا وړ توکي وپېري، دا طبيعي خبره ده چې په کابل کې هر کال د اختر په رارسېدو سره د خوراکي او وچې مېوو بیې لوړېږي او اوس هم لوړې شوې دي.»
بل لور ته د کابل ښار هټۍوال بيا وايي، اختر په رارسېدو دی او تر بل هر وخت د خلکو او پېرېدونکو ګڼه ګوڼه په بازار کې زياته شوې.
د هټۍوالو په خبره، د وچې مېوې بیې د تېرو کلونو په پرتله ټيټې شوې دي، خو د کاروبار نشت او د خلکو ناسم اقتصادي حالت بيا د دوی پر خرڅلاوو هم منفي اغېز کړی دی.
هاشم کليد ته وويل:
«د تېرو ورځو او تېر اختر په پرتله د خلکو او پېرېدونکو ګڼه ګوڼه زياته شوې، د وچې مېوو بيه هم د تېرو کلونو په پرتله راکمه شوې، خو له بده مرغه خلک په بد اقتصادي وضعيت کې دي، کارونه نشته، که څه هم اوس د مېوو بيې راټيټې شوې دي، خو بيا هم خلک ډېر کم راځي او مېوه پېري.»
د عامې روغتيا وزارت چارواکي بيا د خلکو ګنه ګوڼې او د لوی اختر رارسېدو ته اندېښمن دي او زياتوي، که د کوچني اختر په څېر په لوی اختر کې هم د خلکو لهخوا صحي لارښوونې مراعات نهشي، نو لوی ناورين به رامنځته شي.
د روغتيا وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وايي، که خلک له روغتيا وزارت سره همکاري پاتې نهشي او دغه اختر د نورو کلونو يا د کوچني اختر په څېر ولمانځي، نو طبيعي ده چې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر به بياځلي مخ پر لوړېدو شي.
ترکي کليد ته وويل:
«موږ د لوی اختر رارسېدو ته سخت اندېښمن يوو، که خدای مهکړه هېوادوال د تېر اختر په څېر دا اختر ولمانځي، نو لوی ناورين به رامنځته شي او د کورونا د مثبتو پېښو شمېر به هم مخ په زياتېدو شي، له خلکو غواړو چې په کور پاتې شي، ترڅو روغ پاتې شي، که ډېر جدي کار ورته پيدا کېږي، نو د صحي سپارښتنو او لارښوونو په پلي کولو سره دې له کوره ووځي.»
د روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۳۶زره او ۳۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، له ډلې یې ۱۲۷۰ کسان مړه او ۲۵ زره او ۳۵۸ نور بيا بېرته روغ شوي دي.


