سرچینه وایي، خلیلزاد په یاده لیدنه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د ناروې هېواد له مرستو مننې کړې ده.
د دغه سفارت خبرپاڼه وایي، دواړه مشران د افغان سولې په لاره کې د پرتو خنډونو پر له منځه وړلو، د بین الافغاني خبرو پر پیل او په دې لاره کې د شته ستونزو د حل پر څرنګوالي غږېدلي دي.
دوی د افغان سولې په پروسه کې د مېرمنو پر بشپړې ونډې هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد دوې ورځې وړاندې یو ځل بیا د افغان سولې په هدف د ځینو هېوادونو سفرونه پیل کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي و چې هغه به دا خل قطر، بلغاریا، ناروې، پاکستان او کابل ته ولاړ شي، څو د افغانستان د سولې پر بهیر د یادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.


