ads

په ایران کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي

ایراني رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کورونا ناروغۍ مثبتې پېښې د پخوا په پرتله مخ په ډېرېدو دي او هره ورځ پرې زرګونه کسان اخته کېږي.

شمس الرحمن شمس
6 زمری 1399
په ایران کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي

ایراني چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ناروغۍ ۲۳۳۳تازه مثبتې پېښې ثبت شوې او ۲۱۶ تنه ترې مړه شوي دي.
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ، په ایران کې د کورونا ناروغانو شمېر ۳۰۰زره ته نېږدې شوی او له دې وبا څخه کابو ۱۵زره تنه مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني حکومت په مې میاشت کې د کورونا له کبله لګول شوي بندیزونه نرم کړل چې ورسره هممهال د کورونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوې.
د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کورنا ناروغانو شمېر تر ۱۶میلیونو اوښتی او تر نیم میلیون ډېر خلک یې وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA