د دغه وزارت ویاندې عایشې فاروقي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ټولو نړیوالو ته معلومې دي او د دغه بهیر د پرمختګ لپاره به نور اغېزناک ګامونه هم واخیستل شي.
د نوموړې په وینا، پاکستان هڅه کوي چې د افغان سولې په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي، څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
پاکستاني چارواکي دا خبرې داسې مهال کوي چې د یو شمېر افغان سیاسي کارپوهانو په باور دغه هېواد هر وخت د افغانستان په مسله کې دوهمخی رول لوبولی دی.
د دوی په باور، پاکستان د افغان سولې په پروسه کې رښتینی نه دی او دلته په هر ډول ګډوډۍ کې خپلې ګټې ویني.


