ads

هلمندیان: له جګړو ستړي یو، ښکېل لوري دې اوربند وکړي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې تېره ورځ ترغرمې ورسته د عدالت غوښتونکې مدني ټولنې له لوري یوه غونډ جوړه شوې وه.

حضرت محمد روحاني
6 زمری 1399
هلمندیان: له جګړو ستړي یو، ښکېل لوري دې اوربند وکړي

په دې ناسته کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او ګڼو نورو ولسي خلکو ګډون کړی و، چې پر مهال یې د اختر په ورځو کې له حکومت او طالبانو د سولې او تلپاتې اوربند غوښتنه وکړه.
د غونډې د پیل ویناوال مولوي اسرایل سوله یو الهي امر یاد کړ او پر ښکېلو لورو یې غږ وکړ چې له جګړې لاس په سر شي او تلپاتې سولې او اوربند ته لار هواره کړي:
«دا چې سوله یو الهي امر دی، مومنان سره وروڼه دي، نو باید ښکېل لوري سوله او تلپاتې اوربند وکړي.»
یو بل قومي مشر حاجي ژړګل خان هم د جګړې پر دواړو غاړو غږ وکړ چي د ځوانانو ژوند ته ارزښت ورکړي او له خپلو شخصي ګټو تېر شي.
ده له جمهور رییس محمد اشرف غني غوښتنه وکړه چې پاتې طالب بندیان ازاد کړي، څو تر هغه وروسته ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي:
«پر جمهور رییس محمد اشرف غني غږ کوو چې د طالبانو پاتې بندیان ازاد کړي، څو د دې ډلې هغه پلمه ختمه شي چې له کبله یې بین الافغاني مذاکرات ځنډول شوي دي.»
غونډې ته راغلو ټولو ولسونو د جګړې درېدو غوښتنه وکړه.
هغوی وویل، له ۴۰ کلنې جګړې ستړي یو او ښکېل لوري دې په اختر کې اوربند او سوله وکړي:
«۴۰ کلنه جګړه باید ختمه شي، موږ ستړي یو. ټول بهرني استخبارات دلته د خپلو ګټو لپاره کار کوي او قرباني یې افغانان دي. خلک اختر ته خوښۍ کوي، نوې جامې اخلي، خو له بده مرغه زموږ ځوانان، ماشومان او لویان د غم پر ټغر ناست دي او پر شهیدانو یې ماتم کوي.»
هلمند د افغانستان هغه جګړه ځپلی ولایت دی چې له کلونو راهیسې یې ځوانان د پردیو د ګټو لپاره قرباني کېږي. اوس هلته جګړه نه ده درېدلې، بلکې لا سخته شوې او قرباني یې بې ګناه افغانان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA