هغه ویلي، د دغو بندیانو له ډلې ۲۰ تنه یې په تخار او ۱۷ نور په کندز ولایت کې د دوی له بندخونو ازاد شوي دي.
طالبان داسې مهال یاد بندیان ازادوي چې تېره ورځ د طالبانو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي و چې افغان حکومت د دوی ۵۰ نور بندیان ازاد کړي او ټاکل شوې چې ۷۰ تنه نور هم ازاد کړي.
د یادو سرچینو په وینا، خوشي شوي طالب بندیان د ورکړل شوي لېست اړوند وو.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشي کوي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو لړۍ پیلېږي.
په پام کې ده چې د یادو ناستو لومړۍ یې د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.


