دوی زياتوي، د قرباني شوو کورنیو په استازیتوب د داسې سولې ملاتړ کوو چې وسلهوال طالبان د فاتح په توګه کابل ته راستانه نهشي.
د افغانستان زرغون بهیر اجراييوي مسوول عبدالمهیمن فایق نن دوشنبې د دغه بهیر د غړو وژل کېدو په يادغونډه کې وويل، دوی د با عزته سولې غوښتوونکي دي او د افغانستان په مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړه، د سولې په مذاکراتو کې جمهوريت، اساسي قانون، امنيتي ځواکونه، د ښځو او رسنيو ازادي د دوی سرې کرښې دي.
بل لور ته د شمالي شورا رییس الماس خان زاهد وايي، اوسمهال د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او وسلهوال طالبان بايد دا فرصت له لاسه ورنهکړي.
دی زياتوي، د سولې غوښتوونکي دي او له داسې چا سره سوله غواړي چې تل یې د دې هېواد مشران او نور اقشار په خپلو بريدونو کې وژلي دي.
د زاهد په خبره، جګړه پر افغانانو تحميل شوې او ۴۰ کاله کېږي چې په دغه هېواد کې وينه تویېږي.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې صفورا الخاني بيا وايي، تلپاتې سوله او د امنيت ټينګښت د ټولو افغانانو اساسي غوښتنه ده او د سولې پروسه باید روښانه او رڼه وي.
دا زياتوي، د سولې په پروسه کې د افغانستان اساسي قانون، د ښځو، ماشومانو او لږکيو حقوق او ترلاسه شوي ارزښتونه د معاملې وړ نهدي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د اسد پر ۶مه په کابل کې د زرغون بهير پر مرکزي دفتر وسلهوال بريد وشو. که څه د دغه بهير مشر امرالله صالح له دې پېښې روغ رمټ ووت، خو د بهير يو شمېر غړي ووژل شول او يو ځینې نور پکې ټپيان شول.


