ads

د «سام» څلورمه ناسته نن پیل شوه

د «سام» څلورمه غونډه (SOM) د دوشنبې په ورځ د لسګونه هېوادونو او مرسته کوونکو سازمانونو په ګډون په پایتخت کابل کې پیل شوه.

محمدخان بریال
6 زمری 1399
د «سام» څلورمه ناسته نن پیل شوه

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، په دې ناسته کې افغان حکومت نړیوالو ته خپلې برنامې تشریح کوي او د حکومت نړیوال همکاران په دې برخه کې خپلې نظریې شریکوي.
هغه زیاتوي، افغان حکومت به نړیوالې ټولنې ته د هېواد د پرمختګ چوکاټ سند هم وړاندې کړي.
د مسجدي په خبره، نن ورځ د دې ناستې پیل و او اصلي ناسته یې سبا ترسره کېږي چې رهبري به یې د افغانستان حکومت، فنلنډ هېواد او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی پر غاړه ولري.
د سام درې ناستې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو تر منځ نړیوالو هېوادونو او مرسته کوونکو بنسټونو ته د افغان دولت له لوري د حساب ورکوونکې په هدف جوړې شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA