هغه رسنیو ته په رالېږلې ویډیو کې ویلي، دا غونډه به نن مازدیګر څلور بجې ترسره شي.
د نوموړي په وینا، په دې ناسته کې به د افغانستان، چین، پاکستان او نیپال هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه واخلي.
ګران هېواد زیاتوي، په ترسره کېدونکې ناسته کې به له کورونا ویروس سره پر مبارزې، سیمهییز اتصال او اقتصادي پرمختګ بحثونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته د چین په ګډون ډېری هېوادونو خپلې پولې وتړلې او دې چارې صادرات او واردات له ستونزو سره مخ کړل.


