ads

ښایي په لوی اختر کې ډېر کسان قرباني ونه کړي

په ختیځو ولایتونو کې د لوی اختر په رارسېدو د څارویو بیې پورته شوې دي.

جان اغا صالح
5 زمری 1399
ښایي په لوی اختر کې ډېر کسان قرباني ونه کړي

عام خلک شکایت کوي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیه لوړه او د دوی اقتصاد کمزوری دی.
هغو زیاتوي، د روانو ناامنیو ترڅنګ د کورونا پر مهال قرنطین، د کار نشتوالی او د خلکو کمزوری اقتصاد هغه لاملونه دي چې ښايي سږ کال زیات شمېر خلک د لوی اختر قرباني ونه کړي.
د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو وایي، په دې وروستیو کې یې د کورونا له امله د خلکو اقتصادي وضعیت دومره کمزوری شوی چې حتا د قربانۍ لپاره د مال اخیستلو وس هم نه لري.
د دوی په خبره، هغه خلک چې بازار ته د څارویو اخيستلو لپاره راځي، د بیو د لوړوالي له امله نه ‌شي کولای چې په اسانۍ د خپلې وسې مطابق څاروي پیدا کړي.
په همدې حال کې د څارویو پلورونکی د مناسب بازار د نشتوالي شکایت ترڅنګ وایي، د جګړو له امله د خلکو بېځایه کیدل او پاکستان ته د څارویو قاچاق هغه لاملونه یادوي چې له امله یې د څارویو بیې لوړې شوي دي.
په ورته مهال د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د حیواني برخې امر ضمیر بهسودی وایي، پخوا به له پاکستان او ایران څخه څاروي هېواد ته واردېدل، خو سږ کال د کورونا له امله دغه چاره درېدلې چې ورسره سم د څارویو په بیو کې هم لوړ والی راغلی.
د عامو خلکو په باور هغه کسان کې چې اقتصادي وضعه یې کمزورې ده او د قربانۍ هیله لري، د څارویو لوړو بیو ته په کتو ښايي په لوی اختر کې له قربانۍ پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA