د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه به د یاد سفر په ترڅ کې قطر، بلغاریا، ناروې، پاکستان او کابل ته ولاړ شي.
د اعلامیې پر اساس، خلیلزاد به اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ملاتړ خپل کړي او په اسلو او صوفیه کې به د ناټو له ملاتړو هېوادونو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي چې اوس تر بل هر وخت ښکېل لوري د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسېدو ته نېږدې شوي دي.
واشنګټن ټینګار کړی چې که څه هم د بندیانو په خوشي کېدو کې پرمختګ شوی، خو د یادې ستونزې د بشپړ حل لپاره نورو هڅو ته جدي اړتیا ده.
ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین لاافغاني خبرې د روانې جولای میاشتې په نیمایي کې پیل شي، خو د بندیانو د تبادلې پر سر راپیدا شوو خنډونو دا پروسه وځنډوله.