دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵ میلیونه ته رسېدلی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۱۰۲ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۸۶ زره او ۴۴۹، په بریټانیا کې ۴۵ زره ۸۲۳، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۴۳۲، په فرانسه کې ۳۰ زره او ۱۹۵، هند کې ۳۲ زره او ۶۰، په ایران کې ۱۵ زره او ۴۸۴ او په پاکستان کې ۵۸۲۲ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


