ads

سهیل شاهین: خوشي شوي طالب بندیان جګړې ته نه دي ستانه شوي

وسله وال طالبان وایي، د حکومت له بند خونو ازاد شوي طالب جنګیالي د جګړې ډګر ته نه دي تللي.

شمس الرحمن شمس
5 زمری 1399
سهیل شاهین: خوشي شوي طالب بندیان جګړې ته نه دي ستانه شوي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امنیت شورا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي خوشي طالب بندیان بیرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
هغه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د افغان حکومت له زندانونو خوشي شوو بندیانو ته سپارښتنه شوې چې په کورونو کې پاتې شي او د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امنیت شورا ویلي وو، هغه طالب بندیان چې د حکومت له زندانونو ازاد شوي، بیرت د جګړې ډګر ته ستانه شوي او له افغان سرتیرو سره په جګړه بوخت دي.
د امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر طالبانو غږ وکړ چې جګړې ته د بیرته ستنېدونکو طالب جنګیالیو مخه ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA