ads

د پنځو مسلخونو ۱۱ کلنه پروژه لاهم نیمګړې ده

د کرنې وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې په ۲۰۰۹ م کال کې د پنځو مسلخونو د جوړولو چارې پیل کړې، خو د څه باندې نهو کلونو په تېرېدو سره لاهم دا پروژه نه ده پشپړه شوې.

فضل هادي حمیدي
5 زمری 1399
د پنځو مسلخونو ۱۱ کلنه پروژه لاهم نیمګړې ده

د دې پروژې د بودجې په اړه چې د اسیا د پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې، هم ضدونقیضې څرګندونې کېږي. د کرنې وزارت په ویبپاڼه کې د یادې پروژې بودجه ۴۱ میلیونه ډالر لیکل شوې. د کرنې وزارت یې بیا ۲۸ میلیونه یادوي، خو د مالیې وزارت بیا د یادې پروژې بودجه ۳۰ میلیون ډالره بولي.
دغه مسلخونه دهېواد په ۴ ولایتونو کابل، هرات، بلخ او کندز کې جوړ شوي دي.
په کندز ولایت کې د جوړېدونکي مسلخ د دوه میلیونو ډالرو په ارزښت تجهیزات او وسایل په ۱۳۹۵ کال کې سوځېدلي دي.
اوسمهال د کندز ولایت مسلخ د دوه میلیونه امریکایي ډالرو د بودجې له کمبود سره مخ دی.
د یادو جوړو شوو مسلخونو د ظرفیتونو په اړه هم څرګندونې توپیر لري. د کرنې وزارت وایي، په یوه کاري شفټ کې څلور سوه پسونه او وزې او ۱۰۰ غوایان په یوه مسلخ کې ذبح او پروسس کېدای شي، خو د دغه وزارت په سایټ کې بیا دغه شمېرې ۵۰۰ وزې او پسونه او ۱۰۰ غوایان یاد شوي دي.
د یادو مسلخونو په اړه بله ستونزه دا ده چې حکومت غواړي خصوصي سکټور ته یې وسپاري؛ خو اوس خصوصي سکټور لاهم نه دی حاضر چې دغه مسلخونه له حکومته په اجاره واخلي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۹ کال راهیسې دا دویم ځل دی چې یاد مسلخونه اعلان ته ځي، خو تر دې مهاله څوک نه دي چمتو شوي چې یاد مسلخونه په اجاره واخلي.
د کرنې وزارت په ۲۰۰۹ کال کې د آسیا پراختیایي بانک په مالي مرسته د کرنې مارکېټ د بنسټ پروژې په نامه یوه پروژه پیل کړه؛ چې اوس په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا پروژه لاهم نه ده بشپړه شوې.
په څلورو ولایتونو کې د پنځو مسلخونو د جوړولو د پروژې ناکامي:
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دې پروژې څلور مسلخونه بشپړ شوي او په روان کال کې به د کندز ولایت مسلخ هم بشپړ شي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، یاده پروژه چې په ۲۰۰۹ م کال کې پیل شوې وه، په لومړي سر کې ناکامه شوه، خو دوه کاله وړاندې یې بیا کار پیل شو.
رستمي وایي، دا پروژه په شپږو کلونو کې عملي نه شوه، خو د خلکو او خصوصي سکټور اړتیاوو ته په کتو د یادې پروژې کار بیا پیل شو: « د کرنې وزارت ۹ کاله وړاندې په څلورو ولایتونو کابل، هرات، بلخ او کندز کې د ۵ مسلخونو کار پیل کړی و، خو دا پروژه له شپږو کلونو وروسته ناکامه شوه او عملي نه شوه. د خلکو اړتیاو ته په کتو د دغې پروژې کار دوه کاله وړاندې بیا پیل شو چې اوس د یادو مسلخونو کار بشپړ شوی دی.»
خو دا چې د دې پروژې د ناکامۍ علتونه څه وو، په دې اړه باید څوک ځواب ویونکي وي او ولې د یادې پروژې د ناکامېدو په تړاو له چا پوښتنه نه ده شوې؟ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي یې په اړه وایي، د یاد وزارت اوسنۍ رهبرۍ یې کار بیا پیل کړی او د ناکامۍ په اړه یې باید له پخوانیو چارواکو پوښتنه وشي: « دا په تیر وخت پورې اړه لري چې ولې د دې پروژې اړتیا ته په کتو ۹ کاله وړاندې یې کار پیل نه شو. په دې اړه باید پخواني مسوولین ځواب ووایي، ممکن د ناکامۍ عوامل یې بودجوي ستونزې، تعلل، بې پروایي او داسې نور وي خو موږ یې له همدا اوس وخت په اړه ځواب وایو چې بیا یې کار پیل او بشپړ شو.»
خو د کندز ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق بیا وایي، په کندز ولایت کې د نوموړي مسلخ کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل شو، خو په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کال کې په کندز کې د سختو جګړو له کبله دا چارې ودرېدې: «د کندز د مسلخ ودانیزې چارې په ۱۳۹۱ ل کال کې د یوه ترکي شرکت له خوا پیل، خو د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کال په جګړو کې د یاد مسلخ ودانیزې چارې په ټپه ودرېدې.»
په ۴ ولایتونو کې د پنځو مسلخونو د جوړولو بودجه:
که څه هم د کرنې وزارت په ویبپاڼه کې په څلورو ولایتونو کې د پنځو مسلخونو د جوړولو لپاره بودجه ۴۱ میلیونه امریکایي ډالر ښوودل شوې او دغه پروژه هم بشپړه یاده شوې ده؛ خو د کرنې او مالیې وزارتونه بیا د دې پروژې د بودجې په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دغه پنځه مسلخونه د اسیا د پراختیایي بانک په مالي مرسته جوړ شوي چې ټولټال پرې ۲۸ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راغلی دی: « په هر مسلخ شاوخوا ۶ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راغلی چې په ځینو یې لږ کم دی او ټولټال لګښت یې ۲۸ میلیونه کېږي.»
خو د مالیې وزارت ویاند بیا په څلور ولایتونو کې د پنځو مسلخونو بودجه چې د اسیا د پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې، ۳۰ میلیونه ډالر یادوي.
د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي کلید ته وویل، په څلورو ولایتونو کابل، هرات، بلخ او کندز کې پنځه مسلخونه د اسیا د پراختیایي بانک په بلاعوضه او غیراختیاري بودجه جوړ شوي دي: «ټولټال بودجه یې ۳۰ میلیونه ډالره وه چې د اسیا د پراختیایي بانک له خوا دغه بلاعوضه او غیراختیاري بودجه ورکړل شوه او یاده پروژه د کرنې وزارت عملي کړه.»
خو د کندز ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وایي، په کندز کې د د مسلخ د جوړولو لپاره ۴۶۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې شاوخوا شپږ میلیونه ډالر کېري او له دې څخه شاوخوا ۵۰ سلنه یې لګول شوې دي: «د کندز د مسلخ لپاره ۴۶۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې له دې څخه له ۵۰ سلنې ډېرې یې لګول شوې. یعنې له ۲۴۰ میلیونه ډېرې یې لګول شوې دي.»
د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د کندز د مسلخ د تجهیزاتو تخریب او د بودجې کمبود:
د کندز ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وایي، په ۱۳۹۵ کال کې د کندز په جګړه کې د دغه ولایت د نوي جوړېدونکي مسلخ لویه برخه تجهیزات چې ارزښت یې دوه میلیونه دالرو ته رسېده، د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې تخریب شول.
قرلق وایي، په دغو وسایلو کې جنراتورونه، یخچالونه، د څارویو د غوښو د پروسس لوی لوی دیګونه او نور ماشینونه او وسایل شامل وو: «په ۱۳۹۵ ل کال کې موږ د کندز ولایت د مسلخ وسایل او تجهیزات د کرنې ریاست په ګودام کې ساتلي وو، خو کله چې کندز ښار سقوط شو، نو د کرنې په ریاست کې طالبان ځای پرځای شوي وو چې د امریکایانو له خوا پر هوایي برید وشو او زموږ وسایل او تجهیزات هم پکې تخریب شول.»
د کندز ولایت د کرنې رییس عبدالهادي قرلق وایي، پاتې بودجه د یاد ولایت د مسلخ چارې نه شي بشپړولای. ځکه په خبره یې هغه د دوه میلیون ډالرو په ارزښت یې چې کوم تجهیزات او وسایل تخریب شوي، هغه هم باید بیرته وپېرل شي: «دا کومې پیسې چې پاتې دي، هغه دوه میلیونه ډالر هم د دغو پاتې پیسو له جملې څخه دي. دا پیسې په هېڅ صورت د یاد مسلخ چارې نه شي بشپړولای. د کرنې وزارت له پخواني دونر یا د آسیا له پراختیايي بانک سره ژمنه کړې چې هغه دوه میلیونه ډالر زیان چې د کندز په جګړه کې ورته ورسېد، له یوه بل مرسته کوونکي څخه به یې ترلاسه کوي.»
د نویو جوړو شویو مسلخونو ظرفیت:
که څه هم د کرنې وزارت په ویبپاڼه کې د دغو نویو جوړشویو مسلخونو ظرفیت په یوه کاري شفټ کې د ۵۰۰ پسونو او وزو او ۱۰۰ غوایانو ذبح کول یاد شوي؛ خو د یاد وزارت ویاند او ولایتي مسوولین بیا د دغه ظرفیت په اړه نورې شمېرې وړاندې کوي.
د هرات ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو د ترویج امر بشیراحمد احمدي هم وایي چې دغه ډېر مجهز مسلخونه دي او په وینا یې په یوه کاري شفټ کې د ۶۰۰ څارویو د ذبح کولو او پروسس وړتیا لري: «دا ډېر مجهز مسلخ دی او په یوه کاري شفټ کې کولای شي چې ۵۰۰ وزې او پسونه او ۱۰۰ غوایان ذبح او پروسس کړي.»
خو د کرنې وزارت ویاند اکبررستمي وایي، دا مسلخونه هر یو یې په یوه کاري شفټ کې د ۵۰۰ څارویو د ذبح کولو، پروسس او بسته بندۍ وړتیا لري: «دغه مسلخونه ډېر مجهز دي او هر یو یې په یوه کاري شفټ کې د ۴۰۰ پسونو او سل غوایانو د ذبح کولو، پروسس او بسته بندۍ ظرفیت لري. دا مسلخونه ډېرې نورې اسانتیاوې، معیاري سړې خونې او د اړتیا وړ وسایل لري.»
په ورته وخت کې د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو د ترویج امر بشیراحمد احمدي وایي، دغه مسلخونه پر نړیوالو معیارونو برابر دي او له ذبح کولو وړاندې څاروي معیانه کېږي، څو ناروغ څاروي ذبح نه شي: «دلته څاروي په نړیوالو معیارونو ذبح، پروسس او بسته بندي کېږي او موږ دلته له ذبح کولو وړاندې څاروي معاینه کوو او د هرات مسلخ په خپل تشکیل کې پنځه تنه ډاکټران لري چې څاروي معاینه کړي.»
په ۴ ولایتونو کې د ۵ مسلخونو اوسنی برخلیک:
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د مسلخونو د ودانیزو چارو له بشپړېدو وروسته یاد مسلخونه د مالیې وزارت ته وسپارل شول، څو د داوطلبۍ له مخې یې خصوصي سکټور ته وسپاري.
د دغه وزارت ویاند خصوصي سکټور ته د یادو مسلخونو د سپارلو د علت په اړه وایي، خصوصي سکټور یې ښه مدیریت کولای شي او عاید هم ډېر ترې ترلاسه کولای شي: «خصوصي سکټور هم ښه مدیریت کوي او هم عاید ترې ډېر ترلاسه کولای شي. دا په بهرنیو هېوادونو کې هم یو اصل دی چې لویې پروژې تر ډیره خصوصي سکټور ته سپارل کېري او د خصوصي سکټور غوښتنه هم دا وه چې باید دوی ته د پانګونې زمینه برابره شي.»
له یوې خوا یاده پروژه له تېرو نهو کلونو راهیسې بشپړه شوې نه ده او له بلې خوا هغه یو شمېر مسلخونه چې بشپړ شوي، له تېر کال راهیسې بې برخلیکه پاتې دي او هېڅوک ترې ګټه نه اخلي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، دغه مسلخونه دوه ځله اعلان ته سپارل شوي، خو تر اوسه له خصوصي سکټور څخه څوک نه دي حاضر شوي چې په دغو مسلخونو پانګونه وکړي: «په ۲۰۱۹ م کال کې دغه مسلخونه موږ ته را وسپارل شول، څو خصوصي سکټور ته یې د پانګونې لپاره وړاندې کړو، خو په لومړي ځل څوک چمتو نه شول چې په دغو مسلخونو پانګونه وکړي او اوس بیا دغه مسلخونه اعلان ته تللي دي. تر اوسه لاهم څوک نه دي چمتو شوي، خو هیله لرو چې په دې برخه کې پانګونې ته څوک حاضر شي.»
له دغو مسلخونو څخه یو په بلخ ولایت کې هم جوړ شوی، له یوې اونۍ څخه ډېره موده موهڅې وکړې چې د بلخ ولایت د کرنې له مسوولینو سره هم خبرې وکړو؛ خو هغوی له ژمنې سره سره بیا هم زموږ سره مرکې کولو ته چمتو نه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د ودانیزو چارو په قراردادونو او پروژو کې ډېر کله د پراخ فساد راپورونه خپاره شوي او نړیوالو هم په دې اړه په وار وار اندېښنې څرګندې کړې دي؛ خو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له ژمنو سره سره لاهم د ودانیزو چارو په قراردادونو کې د فساد په اړه اندېښنې شته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA