ads

د افغان سولې په اړه د ناټو له ملکي استازي ښاغلي استیفانو پونتیکورو سره د کلید ځانګړې مرکه

د ناټو ملکي استازي کلید سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان د سولې لپارہ يو تاريخي فرصت رامنځته شوی او ټول اړخونه باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

کلید
5 زمری 1399
د افغان سولې په اړه د ناټو له ملکي استازي ښاغلي استیفانو پونتیکورو سره د کلید ځانګړې مرکه

کليد: د افغانستان د سولې بهير څنګه ارزوئ؟

ښاغلی پونتہ کورو: زه فکر کوم چې دا د افغانستان د سولې لپارہ يوہ تاريخي فرصت دی. ټول اړخونه باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي. ځکه افغانان هغه کسان نه بښي چې د سولې له لاره کې خنډ کېږي او نه به یې هېر کړي.

سوله یوه اوږده او پېچلې پروسه ده او د جګړې ښکېلو خواوو ته لازمه ده چې یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي. د جګړې دواړه لوري باید د باور فضا رامنځته کړي، بندیان ازاد کړي، د خبرو مېز ته کېني او سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

کلید: څومره باوري یاست چې د سولې هڅې به مثبته پایله ورکړي؟

ښاغلی پونتہ کورو:  ټول افغانان سوله غواړي او د راتګ لپاره یې ډېر ځورېدلي دي. د سولې د راتګ لپاره ډېره ناوخته شوې ده، اړتیا وه چې تر دې وړاندې په دې برخه کې جدي هڅې وشي. د روانې جګړې لپاره نظامي حل لاړه نشته، بلکې یوازینۍ حل لاړه یې د مذاکراتو له لارې یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي. بین الافغاني خبرې باید ژر تر ژره پیل شي، هغه مذاکرات چې باید د یوې تلپاتې سولې د راتګ لپاره ټولشموله ترسره شي. د افغان حکومت له هغو هڅو مننه کوم چې د بین الافغاني خبرو د پیل په هدف یې د ټولشموله پلاوي د ټاکلو او د زندانیانو د خوشي کېدو لپاره ترسره کړې دي. افغان حکومت او د هېواد رهبران دې د یوې متحدې جبهې د رامنځته کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتګ د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو پر بنسټ ترسره شي. د بېلګي په توګه، بشري حقونه، د ښځو حقونه، د نورو اقلیتونو حقونه، مدني ازادۍ، د مطبوعاتو ازادي او په پایله کې د ژوند ازادي باید د سولې په راتګ کې خوندي شي.

کلید: ناټو د افغانستان د سولې په بهیر کې تر اوسه څه رول لوبولی؟

ښاغلی پونتہ کورو: ناټو د افغانانو په مالکیت د سولې د بهیر رامنځته کېدو لپاره د جګړې د ښکېلو لورو د راټولېدو په هدف د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو هرکلی کوي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اساس، موږ ژمن یو چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د خپلو ځواکونو شمېر  کم کړو. موږ له ۱۶ زره څخه د خپلو سرتیرو شمېر کم کړی دی او د نورو د کمولو لپاره هوډ نه لرو. په افغانستان کې زموږ شتون مشروط دی او موږ به د سولې په خبرو کې د پرمختګونو پراساس پرېکړه وکړو او موږ به د هغو پر مختګونو پر اساس هوډ ونیسو چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ترسره کېږي. طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي، له ترهګرو ډلو سره دې خپلې اړیکې پرې کړي او په نېک نیت دې د سولې خبرو ته دننه شي.د غوڅ ملاتړ ځواکونو تل له افغان سرتیرو سره مرسته کړې چې د  خپل د هېواد امنیت وساتي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو افغان مسلکي شوو سرتیرو ته زده کړې ورکړې، مشورې ورکوي او د هغوی ملاتړ یې کړی دی. موږ طالبانو ته وایو چې د جګړې په ډګر کې نه شئ بریالي کېدای او باید د سولې خبرو ته کېنئ. موږ د افغان سرتیرو پر لاسته راوړنو ویاړو. ناټو به د افغان سرتیرو ښوونیز او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او د افغان سولې لپاره هر ډول هڅې نه درېغوي.

کليد: د بندیانو د خوشي کېدو په برخه کې اختلافونه څومره نهیلي کوونکي دي؟

ښاغلی پونتہ کورو: د بندیانو نه خوشي کېدل د سولې په برخه کې یو خنډ دی. دا یوه پېچلې پروسه ده او زه اندېښنې درک کوم. د زندانیانو د خوشي کېدو بهیر باید ژر تر ژره بشپړ شي او له ټولو اړخونو غواړم چې نرمښت وښيي. دا څه مو بین الافغاني خبرو ته نېږدې کوي، هغه مذاکرات چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره غوره فرصت بلل کېږي.

کلیډ: ستاسو د ارزونې له مخې، د سولې په بهیر کې اصلي خنډونه څه دي؟

ښاغلی پونتہ کورو: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې په پروسه کې لوی خنډ دی. په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده او په دا ډول د باور فضا نه رامنځته کېږي. هغوی د سولې د خبرو لپاره د زمینې جوړېدو خنډ دي. طالبان باید ډاډ څرګند کړي چې د سولې په برخه کې صادق دي او پر خپلو ژمنو باید ودرېږي. ناټو تېره اونۍ له طالبانو غوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي، د زندانیانو د خوشي کېدو بهیر وروستی کړي او په نېک نیت له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني. افغانان په کافي اندازه ځورېدلي دي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې طالبان د هېوادوالو د افغانانو د ځورېدنې له منځه وړلو په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

کلید: افغان سیاستوال داسې فکر کوي چې د افغانستان په تړاو د ناټو تصمیمونه د امریکا له سیاستونو اغېزمن دي، ایا دا منئ؟ که هو، دلیل یې څه دی؟

ښاغلی پونتہ کورو: زه له دې خبرې سره موافق نه یم. هغه څه چې د ناټو او امریکا تر منځ شریک دي، واحده تګلاره ده چې دواړه یې د افغانستان په اړه لري. امریکا د ناټو متحده او ښه ملاتړې ده. موږ په ګډه افغانستان ته راغلي یو او په همغږۍ سره دوام ورکوو. هر کله چې مناسب وخت راورسېد، دا ځای به پرېږدو. تېره ماشت د ناټو دفاع وزیرانو په افغانستان پر اوږدمهاله امنیت ټینګېدو ټینګار وکړ او دا ژمنه یې د سولې د خبرو پرمختګ لپاره حیاتي وبلله.

مننه!

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA