کورنیو رسنیو له دې سرچینې په نقل سره راپور وکړی چې دغه بندیان د ورکړل شوي لېست اړوند ازاد شوي.
تر دې وړاندې دولت د دغو بندیانو له خوشي کېدو سره مخالفت څرګند کړی و.
د یادې سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې نن هم د طالبانو ۷۰ تنه نور بندیان ازاد شي.
حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې طالبان د ملي امنیت شورا هغه ادعا ردوي چې ګواکي خوشي شوي طالب بندیان بیرت د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
سهیل شاهین پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، ازادو شوو زندانیانو ته سپارښتنه شوې چې پر کور پاتې شي او د جګړې ډګر ته ستانه نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه افغان حکومت د طالبانو ۴۴۰۰ بندیان او طالبانو بیا د حکومت ۸۶۰ بندیان ازاد کړي دي.


