له دغه سفارت څخه خپره شوې اعلامیه وایي، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
سرچینه زیاتوي، تهران تل د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کړی او هیله یې دا ده چې په یاد هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي او افغانان د سولې څښتن شي.
بلخوا، د ایران سفارت پر امریکا کلکه نیوکه کړې چې له شواهدو پرته څرګندونې کوي او دا چاره د کابل او تهران تر منځ د اړیکو خرابېدو لامل کېږي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې خلیلزاد ایران د افغان سولې په برخه کې پر نه همکارۍ تورن کړی و.
ده د امریکا د سولې انستیتوت ته په خبرو کې وویل، که ایران وغواړی، واشنګټن چمتو دی چې په دې تړاو خبرې ورسره وکړي.


