ads

چین حکومت په چنګدو ښار کې د امریکا کونسلګرۍ د تړلو امر کړی دی

چینایي چارواکي وروسته له هغې دا پرېکړه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزات لخوا په هوسټن ښار کې د دوی د کونسلګرۍ د تړلو امر ورکړل شو.

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 زمری 1399
چین حکومت په چنګدو ښار کې د امریکا کونسلګرۍ د تړلو امر کړی دی

چینایي چارواکي وروسته له هغې دا پرېکړه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزات لخوا په هوسټن ښار کې د چینایي کونسلګرۍ د تړلو امر ورکړل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې ځکه یې د چینایي کونسلګرۍ د تړلو امر ورکړ چې چین علمي معلومات غلا کول.

باید یاده شي چې په دې ورستیو کې د چین او امریکا ترمنځ پر یو شمېر مهمو مساسلو تاوتریخوالی زیات شوی.

د راپورونو له مخې چین امریکا تر راتلونکې دوشنبې ورځ پورې وخت ورکړی چې خپله کونسلګرۍ وتړي.

د چین چنګدو ښار د پراخیدنکي صنعت او خدماتي بنسټونو له کبله امریکا ته خورا مهم دی، ځکه کرنیزو تولیداتو، ګاډو او ماشین الاتو د صادراتو زمینه هم پکې برابره ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA