په تېرو ۲۴ساعتونو کې کورونا ویروس ۴۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۳۶ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وبا څخه ۲۲تنه مړه شوي او ۲۲۰ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۲۴۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۴ زره او ۷۹۳ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

