ads

په هلمند کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مارجې او نهر سراج ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي چې په ترڅ کې یې ۱۲ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

حضرت محمد روحاني
4 زمری 1399
په هلمند کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مارجې او نهر سراج ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي چې په ترڅ کې یې ۱۲ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 ددې ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو پلان درلود چې ددې ولایت مارجې او نهر سراج ولسوالیو پر بېلابېلو پوستو بریدونه ترسره کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید سره مخ شوي او د جګړې په دوام ددې ډلې اته تنه جنګیالي ووژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA