خوست کې د پوليسو له روزنيز مرکز څخه ۶۱ تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
مسولين وايي فارغ شوي پوليس به د خوست په مرکز او ولسواليو کې په دندو وګمارل شي.
د فراغت په مراسمو کې خوست امنیه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل وويل چې فارغو پوليسو ته د اتو میاشتو په جریان کې په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شوي دي.
د تره خېل په وینا له دې وروسته به دوی د خوست په مختلفو برخو کې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې پرمخ وړي
« دا له دې روزنیز مرکز څخه ۱۳۶ دوره ده چې فارغیږي، دوی ته د وسلو او نورو تخنیکونو ترڅنګ د قانون او خلکو سره د چل چلند په تړاو هم زده کړې ورکړل شوي.»
د فارغ شویو ۶۱ کسانو له جملې دوه یې میرمنې دي.
خوست امنیه قومندان وایي، پدې ورستیو کې د پولیسو لیکو ته د مېرمنو راتګ ډېر شوی، چې دا وظایفو په ځانګړي ډول د تلاشۍ پرمهال له دوی سره ډېره مرسته کولی شي.
په ورته مهال د سید فاروق او داد محمد په نومونو دوه تنه فارغ شوي پولیس وایي، په دې دوو میاشتو کې ښې زده کړې ورته ورکړل شوي او له زده کړو تکتیکونو به د دندې پرمهال ښه ګټه پورته کړي.
سیدفاوق: «ددې لپاره ملي پولیسو ته راغلم، چې له یوې خوا خپلې خاورې او د خلکو لپاره خدمت وکړم او بل لوري ته خپلې کورنۍ ته حلاله نفاقه وګټم»
داد محمد وایي« خوښ یم چې د پولیسو په لیکو کې شامل شوم، موږ ته ښې زده کړې راکړل شوې، انشاءالله چې له د خپلې خاورې څخه د دفاع په لاره کې به هیڅ دریغ ونه کړم او حتی قربانۍ ته یې تیاریم.»
عام خلک که څه هم د پولیسو له برخورد او کړو وړو څخه تر ډيره رضایت نه لري، خو امنیتي او نظامي مسولین وایي، پدې وروستیوکې په نظامي برخو کې د تعلیم یافته کسانو ګمارنې زیاتې شوي، چې د ښو وظایفو د ترسره کېدو ترڅنګ یې له خلکو سره چل چلند هم د پام وړ ښه شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


