ads

ملي امنیت شورا: طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹۳ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ملي امنیت شورا وایي چې وسله‌والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۰۱بریدونه کړي دي چې پر مهال ۱۹۳ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
4 زمری 1399
ملي امنیت شورا: طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹۳ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د افغانستان د ملي امنیت شوار په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله‌والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۹۳ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړلې ده.

دې شورا ویلي چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۰۱بریدونو کې ۴۶ملکي وګړي وژلی او ۹۳نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د یادونو بریدونو کې په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې زیات تلفات اوښتي دي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د ملکي وګړو هدف ګرځول د ټولو دیني، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA