د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو شرطونه بیا واضح کړل.
نوموړي د جمعې ورځ د امریکا سولې انستیتوت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې له افغانستانه د امریکایي سرتیرو وتل د طالبانو له لوري د دوحې تړون عملي کولو پورې تړلې موضوع ده.
خلیلزاد زیاته کړه د تروریزم سره د مبارزې هڅې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، د بین الافغاني خبرو پیل او د یو بشپړ اوربند رامنځته کول د دوحې تړون له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي همدارنګه وویل چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لاهم پر وړاندې یې خنډونه موجود دي.
د دوحې تړون له مخې افغان حکومت به د طالبانو ۵زره او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰تنه خوشي کوي چې تر اوسه افغان حکومت ۴۴۰۰او طالبانو نږدې اته سوه حکومتي بندیان خوشي کړي.
افغان حکومت وایي هغه ۶۰۰طالب بندیان نه خوشي کوي چې په لویو جرمونو کې لاس لري خو طالبان برعکس بیا د لیست مطابق بندیان غواړي او وایي که پاتې بندیان خوشي شي نو بین الافغاني خبرو کې به ګډونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، امریکا، ناټو، او یو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او طالبانو لخوا د بریدونو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده او افغان حکومت ویلي چې دا بریدونه د سولې بین الافغاني خبرې زیانمولی شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

