ads

د هندستان سوداګریزې سیالۍ به د سپټمبر میاشت په ۱۹مه نېټه پیل شي

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د روان کال دیارلسم پړاو ای پي ال سیالۍ به د سپټمبر په ۱۹مه نېټه تر سره شي او د نومبر تر اتمې نېټې پورې به دوام وکړي.

شمس الرحمن شمس
3 زمری 1399
د هندستان سوداګریزې سیالۍ به د سپټمبر میاشت په ۱۹مه نېټه پیل شي

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د روان کال دیارلسم پړاو (ای پي ال سیالۍ) به د سپټمبر په ۱۹مه نېټه تر سره شي او د نومبر تر اتمې نېټې پورې به دوام وکړي.

ددغو سیالیو مسولین وایي چې دا ځل به د کورونا له کبله دا سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

له دې وړاندې د هند کرکټ بورډ اندېښنه ښودلې وه که چېرې سیالۍ ترسره نشي نو دوی به څلور سوه کروړه هندۍ روپۍ تاوان کړی و.

ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د مارچ میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شوي وای، خو هند کې د کورونا ویروس د زیاتې خپرېدا له وېرې وځنډول شوې خو بلاخره د کرکټ مینه والو ته دا زیری ورسېد چې دا سیالۍ به همدغه کال ترسره کېږي.

د هند آی پي ال د نړۍ مشهور لیگ دی چې د افغان لوبغاړو په ګډون پکې دنړۍ نوموتي لوبغاړي پکې برخه لري او هره لوبه یې زرګونه خلک ننداره کوي، خو شاید دا ځل دا سیالۍ د ټلوېزیون له لارې ډېرې وڅارل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA