ads

په امریکا کې د کورونا ناروغانو د مړینې شمېر۱۴۶زره تنو ته ورسېد

د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې امریکا تر نورو هېوادونو ډېره کورونا ځپلې ده، چې هره ورځ په کې کابو ۲۶۰۰کسان تازه په کورونا ناروغۍ اخته کېږي.

شمس الرحمن شمس
3 زمری 1399
په امریکا کې د کورونا ناروغانو د مړینې شمېر۱۴۶زره تنو ته ورسېد

د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې امریکا تر نورو هېوادونو ډېره کورونا ځپلې ده، چې هره ورځ په کې کابو ۲۶۰۰کسان تازه په کورونا ناروغۍ اخته کېږي.

د معلوماتو له‌مخې اوس په امریکا کې له څلور میلیونو څخه زیات وګړي په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

باید یاده شي چې د امریکا په نیویارک تر نورو ډېره ځپل شوې سیمه ګڼل کېږي او هلته ډېره مړینه هم رامنځته شوې ده.

په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵میلیونو څخه اوښتی او له دې وبا څخه بیا کابو ۲۳۲کسان قرباني شوي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA