ads

ننګرهار کې افغان ځواکونو د موټر بم چاودنې مخنیوی کړی دی

د ننګرهار د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کمانډو ځواکونو د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 زمری 1399
ننګرهار کې افغان ځواکونو د موټر بم چاودنې مخنیوی کړی دی

د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کمانډو ځواکونو د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو له چاودیدونکو توکو ډک هغه سراچه ډوله موټر هم نیول شوی چې غوښتل یې په جلال اباد ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورته چاودنه ورکړي خو موخې ته تر رسیدو وړاندې له منځه یوړل شو.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونو خلک اندیښمن کړي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA