ads

سهیل شاهین: د پاتې بندیانو خلاصون وروسته بین الافغاني خبرو ته چمتو یو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي د بندیانو آزادولو ته چمتو یو، خو په دې شرط چې حکومت پاتې زندانیان خوشي کړي

شمس الرحمن شمس
3 زمری 1399
سهیل شاهین: د پاتې بندیانو خلاصون وروسته بین الافغاني خبرو ته چمتو یو

طالبان وايي، که افغان حکومت د دوی پاتې بندیان تر لوی اختره خوشي کړي نو دا ډله چمتو ده چې له اختر وروسته بین الافغاني خبرې پیل کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی د پاتې حکومتي بندیانو ازادولو ته چمتو دي، خو په دې شرط چې پاتې طالب بندیان هم خوشي شي.

بل‌لور ته د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د طالبانو د دې وروستي اعلان په غبرګون کې ویلي، یو شمېر خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

وسله‌وال طالبان داسې مهال دا اعلان کوي چې په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدل او د بندیانو پر موضوع اختلافونه د بین الافغاني خبرو د ځنډ اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

خو دواړه لوري د سولې بهیر ته د خنډونو په جوړولو پړه پر یو بل ور اچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې تړون له مخې افغان حکومت پنځه زره او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشي کوي او ترهغې وروسته به بین الافغاني خبرې پیلیږي، خو

تر اوسه دواړو لوریو پوره بندیان نه دي خوشي کړي چې له کبله یې د سولې بین الافغاني خبرې هم ځنډېدلې دي

د یادوني وړ ده چې افغان حکومت تر اوسه ۴۴۰۰طالب بندیان او طالبانو نږدې اته سوه بندیان خوشي کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA