روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره او ۹۸۸ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو لهمخې له دې وبا څخه ۱۴تنه مړه شوي او ۵۲ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۲۲۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۴ زره او ۵۷۳ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

