د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد راتلونکي په اړه دې ولس ته اجازه ورکړل شي ترڅو خپل نظر څرګند کړي.
دا وړاندیز د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د هند ستراټیرژیکې ټولنې ته د ویډیو کنفرانس له لارې څرګند کړی دی.
نوموړي ویلي چې باید ټولې خواوې د ولس د نظر درناوی وکړي او طالبان دې د ټوپک د شپېلۍ پر ځای د ولس په رایو واک تراسه کړي.
سرپرست وزیر حنیف اتمر ټینګار کړی چې د وړاندې تګ لپاره بشري حقونه، ولسواکي او سیاسي تنوع ضروري عناصر دي چې باید ورته پام وشي.
دا کنفران دنوي ډیلي د څېړونکو دبنسټ له لوري ترتیب شوی و
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

