ads

افغان ځواکونو په زابل ولایت کې ۲۷طالبان وژلي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي،افغان ځواکونو زابل کې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخنیوی کړی او د یوې جګړې په ترڅ کې ۲۴طالبان وژلي او ۲۷تنه نور ټپیان کړي دي.

شمس الرحمن شمس
3 زمری 1399
افغان ځواکونو په زابل ولایت کې ۲۷طالبان وژلي دي
افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان دفا وزارت زابل کې تر ۵۰زیاتو وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړی.

ددغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د پنجشنبې په شپه د زابل په ارغنداب، شینکۍ او شاه جوی ولسوالیو بریدونه وکړي.

د سرچینې په وینا افغان ځواکونو د دوی د بریدونو مخنیوی کړی او د یوې جګړې په ترڅ کې ۲۴طالبان وژلي او ۲۷تنه نور ټپیان کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ددې نښتو په ترڅ کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو څلور عراده موټر سایکلونه، یوه اندازه مهمات، وسلې او نور چاودیدونکي توکي هم له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA