ads

په ارزګان کې د يو کېلوواټ برېښنا بیه ۴۳ افغانۍ ده

د ارزګان مدني فعالان ادعا کوې چې حکومت له ارزګان سره د مور اومرې چلند کوي.

احسان الله ولسمل
2 زمری 1399
په ارزګان کې د يو کېلوواټ برېښنا بیه ۴۳ افغانۍ ده

دغه خلک وايي، په ترینکوټ کې د نورو ولايتونو په پرتله د برېښنا بیې څو چنده لوړې دي او د برېښنا ظرفيت ټيټ دی.
خلک څرګندوي چې په ارزګان کې د يو کېلوواټ برېښنا قېمت ۴۳ افغانۍ دی او کیفیت یې هم خورا ټیټ دی.
دوی وایي، موږ اړ یو چې په تیارو کې ژوند وکړو او له برېښنا ګټه وانه خلو.
«تاسو وګورئ! په ارزګان کې د برېښنا بیې د نورو ولایتونو په پرتله ډېرې لوړې دي او حکومت په دې برخه کې یاد ولایت ته هېڅ پام نه دی کړی.»
په ورته مهال په ارزګان کې مدني فعالان هم دې چارې اندېښمن کړي دي.
د انصار مدني ټولنې غړي وايي، حکومت له دوی سره د مور او مرې چلند کوي.
دوی له حکومته غوښتنه کوي چې يا خو دې د ترينکوټ د سيند له اوبو څخه د برېښنا په ترلاسه کولو کې ګټه واخیستل شي او يا دې دغه ولایت ته لمریزه برېښنا برابره شي.
«دافغانستان د اساسي قانون په ۲۲ ماده کې راغلي دي چې ټول افغانان يو شان حقوق لري، خو حکومت له موږ سره د مور مری چلند کوي. په نورو ولايتونو کې د برېښنا بیه له دوو څخه تر پنځو افغانيو ده؛ خو په ارزګان کې د هر کیلوواټ برېښنا بیه له ۲۸ نیولې تر ۴۳ پورې ده.»
په ورته وخت کې د ارزګان د برېښنا رياست مسولين هم دامنې چې په دغه ولايت کې د برېښنا قېمت لوړ دی.
د ارزګان برېښنا رياست رییس حاجي سميع شرافت هم وایي، په ارزګان کې د يو کېلو واټ برېښنا قيمت له ۲۸ افغانيو بیا تر ۴۳ افغانيو دی.
د شرافت په خبر، حکومت ته يې پلان لېږلی، څو ارزګان ته لمریزه برېښنا برابره کړي او یا هم له نېږدې ولایتونو دغه ولایت ته برېښنا ورکړل شي.
«رښتيا هم زموږ برق ډېزلي دی چې د عامو خلکو لپاره يې قيمت ۲۸، د دولت لپاره ۳۹ او د موسيسو لپاره ۴۳ افغانۍ دي.
موږ د پنځه ميګاواټه لمریزې برېښنا جوړېدو لپاره حکومت ته پلان ورکړی او ترڅنګ به یې انشاء الله د کجکې برېښنا هم ارزګان ته راځي او برقي لاره به جوړه شي»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندي هم د ارزګان اوسېدونکو د برېښنا له لوړو قیمتونو شکایت کړی و او له حکومت څخه يې دغه ولايت ته د پاملرنې غوښتنه کړي وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA