نوموړي د پنجشنبې په ورځ په همدغه هدف جوړ شوو مراسمو ته وویل، تر هغه چې د ده په بدن کې یو څاڅکی وینه هم وي، له خپلې خاورې او هېوادوالو به دفاع کوي.
هغه وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل، که دا ډله د سولې لاره غوره کړي، نو په تودې غېږې او که د جګړې لار وټاکي، نو په تودو ګولیو به یې هرکلی وکړي.
ضیا د خپلو خبرو پر دوام پر ملي شورا غږ وکړ چې له ملي اردو او افغان سرتیرو څخه یې د دفاع او ملاتړ په برخه کې څه نه دي کړي او هیله یې څرګنده کړه چې تر دې وروسته ولسي او مشرانو جرګې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د یادولو وړ ده چې تر ده مخکې بسم الله وزیري د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه دنده ترسره کوله او څه موده وړاندې یاسین ضیا د جمهور رییس د حکم پر اساس نوی لوی درستیز وټاکل شو.


