دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵ میلیونه ته رسېدلی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۸۲ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۸۲ زره او ۷۷۱، په بریټانیا کې ۴۵ زره ۵۸۶، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۴۲۶، په فرانسه کې ۳۰ زره او ۱۷۵، هند کې ۲۹ زره او ۸۶۱، په ایران کې ۱۴ زره او ۸۵۳ او په پاکستان کې ۵۷۰۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


