مېرمنو د سولې په پروسه پر خپل پراخه ګډون ټینګار وکړ

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، جمهوررییس محمد اشرف غني پرون تر غرمې وړاندې د سولې پالیسۍ په جوړولو کې د ښځو د واحد غږ له مشورتي ګروپ سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر روان بهیر خبرې وکړې.