د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي، یادو مېرمنو په دې غونډه کې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو د پراخه ګډون غوښتنه وکړه.
دوی حکومت ته وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره د سولې تر خبرو وړاندې باید اوربند د مخکني شرط په توګه ومنل شي، ځکه په خبره یې دا ډله د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره د سولې په خبرو کې د امتیاز تر لاسه کولو په لټه کې ده.
په دې خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د ناستې ګډونوالو له جمهور رییس غني وغوښتل، څو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سولې چارو وزارت استازولۍ رامنځته شي او په دې پروسه کې د ښځو پراخ ګډون حتمي کړي.
ټاکل شوې وه د سولې په هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو بهیر د جولای میاشتې په نیمایي کې پیل شي، خو د بندیانو پر تبادلې د اختلافونو تر رامنځته کېدو وروسته دا پروسه ځنډول شوې ده.
مېرمنې بیا اندېښنه لري چې ګنې په بین الافغاني مذاکراتو او د سولې په پروسه کې به د دوی ورکړل شوي حقونه تر پښو لاندې شي.


