د هرات ولایت د ادرسکن ولسوال عبدالعزیزفقیریار کلید ته وویل، یو شمېر طالبان چې له زندانه د تازه راخلاص شوي قاري غلام نبي هرکلي لپاره راغونډ شوي وو، د نړیوال ځواکونو په یوه هوایي برید کې په نښه شوي دي.
خو د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دغه برید کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاد برید کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه به وځیړي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی موسی فرېور وایي، هیڅ ملي او نړیوال بنسټونه نشته چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پېښې په عادلانه او بې پلوه توګه وڅېړي.
نوموړی وایي، افغانان نه یوازې د طالبانو په سیمو کې، بلکې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې هم مالي او ځاني خوندیتوب نه لري.
په ورته وخت کې د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخیل وایي، افغان ځواکونو له پخوا څخه تر اوسه پورې په وار وار د طالبانو په نامه ملکي وګړي په نښه کړي خو د دغه وژنو له مسوولیت منلو څخه انکار کوي.
په ورته وخت کې د بشري حقون خپلواک کمیسیون هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ډېریدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، له بده مرغه چې د جګړې ښکېل لوري د بشري حقونو په ترپښو لاندې کولو سره ملکي وګړي په نښه کوي.
د دغه کمیسیون مرستیال محمدنعیم نظري کلید ته وویل، په هرات کې د دغه کمیسون سیمه ییز دفتر ته دنده سپارل شوې ترڅو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه په هر اړخیزه توګه وڅیړي.
د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې په هرات کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د څیړنو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د ورته پېښو چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وي، هیڅ ډول د څیړنو پایلې له خلکو سره نه دي شریکې شوې چې دې چارې په حکومت د خلکو باور کم کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


